eng
competition

Text Practice Mode

د افغانستان لنډه پېژندنه

created Dec 1st 2014, 11:14 by AmanUllahNasaree


0


Rating

2168 words
0 completed
00:00
افغانستان ( د افغانانو مېنه ) په مرکزي اسيا کې يو غرنى او په وچه کې راګير هېواد دى.
 دا هېواد، چې پنځه زره کلن تاريخ لري، لومړى د آريانا او بيا د خرا سان په نامه ياد شوى ، خو په ١١٢٦ لمريز کال کې د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال افغانستان د ټولې اريانا او خراسان ځاى ونيو.
ځينې مورخين ليکي ، چې د افغاني امپراطورۍ سرحدات ، چې يو وخت يې  تر ١٦ درجو طول البلد پورې پراخوالى درلود، په دقيقه توګه يې ټاکل مشکل کار دى، خو په شرق کې د سرهند نه نيولې ، چې د ډهلي په ١٥٠ ميلۍ کې پروت دى، په غرب کې تر مشهده پورې ، چې حزر درياب نه په همدې فاصله کې پروت دى او پلنوالى يې د امو له سيند نه نيولې په جنوب کې د فارس تر خليج پورې  رسېده .
د احمدشاه بابا امپراطوري وار په وار د ده د لمسيانو او بيا د محمدزيو وروڼو د خپلمنځي اختلافاتو په وجه وړه شوه .
د اوسني افغانستان جغرافيايي موقعيت :
د  افغانستان  شمال او سوېل لوېديځ ډېرې وچې او هوارې سيمې لري او سوېل کې يې د پاکستان پولې ته نږدې شګلنې دښتې پرتې دي.افغانستان په ختيځ او سوېل کې له پاکستان سره  ٢٤٣٠ کيلو متره ، په لوېديځ کې له ايران سره ٩٣٦ کيلومتره ، په شمال لوېديځ کې له ترکمنستان سره ٧٤٤ کيلومتره ، په شمال کې له ازبکستان سره ١٣٧ کيلومتره ، په شمال ختيځ کې له تاجکستان سره  ١٢٠٦ کيلومتره او چين سره د ٧٦ کيلومترو په اوږدوالي  پوله لري. افغانستان د ٦٥٢٨٦٤ کيلومتر مربع مساحت په درلودو سره په سيمه کې له چين، ايران او پاکستان څخه وروسته څلورم ستر هېواد دى. دغه هېواد د واحدونو له پلوه پر ٣٤ ولايتونو او ٣٩٨  ولسواليو وېشل شوى دى.
په افغانستان کې جګړې:
افغانانو د تاريخ په اوږدو کې له مقدوني سکندر ، ايراني صفويانو، مغولو او نورو  سره د هېواد د ازادۍ لپاره جګړې کړې دي.
انګليس هم له افغانانو سره ډغرې وهلې دي . د افغان –انګليس لومړۍ جګړه په ١٢١٧-١٢٢١ لمريزو کلونو کې ، دوهمه جګړه يې په ١٢٥٧ لمريز کال کې او درېيمه جګړه يې په  ١٢٩٨ لمريز کال کې وه.
افغانانو د افغان-انګليس تردرېيمې جګړې وروسته  له انګريزي ښکېلاک څخه خپل استقلال بېرته تر لاسه کړ .
په دغه هېواد کې  د ازادۍ له بېرته اخيستو وروسته، په  ١٣٥٧ کال کې د شوروي پلوه خلق او پرچم ګوندونو د کودتا له لارې د هېواد د لومړي جمهور رييس محمد داوود د حکومت تر ړنګېدو  پورې ځينې کورني اړ او دوړونه  موجود و، خو بيا هم نسبتا آرامه او د پرمختګ په حال کې و .  خو د يادو ګوندونو(خلق او پرچم ) د واکمنۍ پر وړاندې افغان ولس جهاد ته ملا وتړله  او يو ځل بيا په هېواد کې  ناامنۍ پيل شوې .
 د ١٣٥٨ کال د مرغومي په شپږمه د وخت د شوروي اتحاد په پر مخ تللو وسايلو سمبال لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ ، خو افغان اولس يې پر وړاندې ودرېد او ترهغه يې خپل جهاد ته دوام ورکړ ، چې د يرغلګرو پوځونو غرور يې مات او د ١٣٦٧ کال د تلې مياشتې په ٢٦مه، يې  له افغانستان څخه ووېستل .   
د شوروي د پوځ د يرغل پر مهال دمرګ ژوبلې کره شمېره  نه ده معلومه ، خو ويل کيږي، چې تر  يو ميليون زياتو  افغانانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، په ميليونونو مهاجر شول ، د هېواد بنسټونه په کې له منځه لاړل  او ١٥٠٠٠ شوروي پوځيان هم په کې ووژل شول.
د يادو پوځيانو تر وتو وروسته د شوروي په ملاتړ جوړ شوى د ډاکټر نجيب الله رژيم  افغان مجاهدينو رانسکور کړ او د ١٣٧١ کال د غويي په ٨مه، د جهادي ګوندونو په سلا حضرت صبغت الله مجددي  واک ته ورسېد .
خو ډېر وخت نه و تېر شوى ، چې د مجاهدينو د بېلابېلو ګوندونو تر منځ د واک د ترلاسه کولو لپاره خپلمنځي جګړې پيل شوې او په دې جګړو کې د نجيب د رژيم د جنرال دوستم ملېشې هم ورګډې شوې .
په ١٣٧٣ کال کې د طالبانو حرکت په هېواد کې د ګډوډيو د له منځه وړو او اسلامي ارزښتونو د خوندي کولو له ژمنې سره  په کندهار کې په فعاليت پيل وکړ او تر ١٣٧٥ کال  پورې يې د پلازمېنې کابل په ګډون دهېواد ډېر ولايتونه لاندې کړل او د چارو واګې يې تر لاسه کړې.
د القاعده سازمان مشر اسامه بن لادن، چې د سعودي عربستان اصلي اوسېدونکى دى او د شورويانو  پر وړاندې د افغان مجاهدينوتر څنګ ولاړ و ، هم له وسلوالو طالبانو سره ملګرى شو.
خو اسامه بن لادن د ٢٠٠١ کال د سپټمبر د ١١مې په پېښو کې د امريکا لخوا په لاس لرلو تورن شو او امريکا له طالبانو وغوښتل چې هغه (  اسامه ) له افغانستان څخه وباسي.
 خو کله چې طالبانو د امريکا غوښتنه ونه منله ، د همدې کال د اکتوبر په مياشت کې يې پرطالبانو  لومړى هوايي او بيا د شمالي ټلوالې په مرسته ځمکني بريدونه وکړل او د طالبانو واکمني يې راوپرځوله .
د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو او القاعده  د له منځه وړو لپاره د نړۍ د ٤٦ هېوادونو ٤٢٠٠٠ پوځيان د امريکا له تر سل زرو زياتو پوځيانو سره ملګري شوي ، خو ددې پوځونو په شتون سره نه يواځې په هېواد کې امنيت ټينګ نه شو ، بلکې ددې ځواکونو او افغان دولت وسلوال مخالفين ( طالبان ، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي او د حقاني او ځينې نورو ډلو ) پوځي فعاليتونه ورځ  په ورځ پراخه شول او د ناامنيو لمن د هېواد له جنوب څخه آن شمالي ولايتونوته هم وغځېده.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ٢٠٠٩ کال د مارچ په مياشت کې د افغانستان او پاکستان په اړه د نوې ستراتيژۍ د اعلانولو پر مهال د يادو دواړه هېوادونو حالات ډېر خطرناک وبلل.
اوباما د همدې کال په ډسمبر کې وويل چې د ٢٠١١ کال د جولاى په مياشت کې به له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو وتل پيلوي. ناټو ځواکونو هم تر ۲۰۱۴ز کال پورې افغان سرتېرو ته د امنيتي چارو د ورسپارلو وروستۍ نېټه ټاکلې ده.
په افغانستان کې د دولتونو ډولونه :
الف  حکومت:
محمد داوود د  ١٣٥٢ کال د چنګاښ په ٢٦مه ، د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د شاهي نظام پر ځاى جمهوري نظام رامنځته کړ او تر دې وروسته هم پرته له طالبانو څخه، چې اسلامي امارت يې اعلان کړى و، نور نظامونه جمهوري وو، خو د حامدکرزي تر منتخب حکومت پرته نور د پوځي حرکتونو او کودتاګانو له لارې رامنځته شوي دي .   
محمد داوود د سپينې کودتا له لارې واک ته ورسېد او محمدظاهر شاه يې له ملک  څخه تبعيد کړ. د محمدداوود رژيم هم د شوروي پلوه خلق او پرچم ګوندونو لخوا د خونړۍ کودتا له لارې له منځه ولاړ،  داوود يې د کورنۍ له غړيو سره يو ځاى وواژه او پر ځاى يې نورمحمد تره کى د جمهور رييس په توګه اعلان کړ.
تره کى ، چې د خلق په ګوند پورې يې تړاو درلود، د ١٣٥٨ کال د وږي په  مياشت کې  په ارګ کې د ننه ددې ګوند د بل غړي حفيظ الله امين د پلويانو لخوا په مرموز ډول ووژل شو او امين ، چې  تره کي به ورته وفادار شاګرد ويل ، د جمهور رييس په توګه په کار پيل وکړ.
 خو کله چې  د شوروي ځواکونو پر افغانستان يرغل وکړ ، امين يې د کابل ښار په دارلامان کې وواژه  او پرچمى ببرک کارمل د شوروي پوځونو په ملاتړ واک ته ورسېد.   
د ١٣٦٥ کال په غويي مياشت کې کارمل د ګوند د مرکزي کمېټې له رياست څخه استفعا ورکړه او د همدې کال د لړم په مياشت کې له  جمهوري رياست څخه هم لرې شو او ددې ګوند بل غړى نجيب الله قدرت ته ورسېد.   
د نجيب د واکمنۍ پر مهال  د شوروي پوځونه  له افغانستان څخه ووتل او د ١٣٧١ کال د غويي په اتمه د نجيب حکومت هم راوپرځول شو او صبغت الله مجددي د جهادي ګوندونو په مشوره  د اسلامي دولت د ممثل په توګه وټاکل شو.
د جهادي ګوندونو له سلا سره سم دوه مياشتې وروسته د جمعيت اسلامي د ګوند مشر برهان الدين رباني ته واک وسپارل شو او د ١٣٧١ کال د غبرګولي په نهمه رباني د اهل حل وعقد د شورا لخوا د دوو کلونو لپاره  جمهور رييس وټاکل شو.
خو رباني خپلې واکمنۍ ته دوام ورکاوه ، چې په ١٣٧٥ کال کې طالبانو کابل ونيو او اسلامي امارت يې اعلان کړ. خو د طالبانو واکمني د امريکا د پوځي بريد له امله  له منځه ولاړه او حامد کرزى  د بن په غونډه کې د شپږو مياشتو لپاره د لنډمهالې ادارې د مشر او بيا د بېړنۍ لويې جرګې لخوا د  دوو کلونو لپاره د انتقالي ادارې د مشر په توګه وټاکل شو.
د افغانستان اوسنى  اساسي قانون ، چې له مخې يې د هېواد نظام اسلامي جمهوري دى ، د ١٣٨٢ کال د مرغومي په ١٣مه، د لويې جرګې لخوا  تصويب شو. ددې قانون له مخې ، د افغانستان د دولت په تشکيل کې منتخب ولسمشر، د هغه دوه مرستيالان ، له دوو مجلسونو ( ولسي جرګې او مشرانو جرګې ) څخه جوړه ملي شورا او  قضايي قوه  ځاى لري . د سترې محکمې غړي د ولسمشر له لوري ټاکل کېږي او ولسي جرګه ورته د باور رايه ورکوي.    
 ولسمشر او مرستيالان يې د خلکو په مستقيمه رايه اچونې د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي.  که چېرې هېڅ يوه کانديد په لومړي پړاو کې د ټولټاکنو په پروسه کې ٥٠ سلنه جمع يو رايې تر لاسه نه کړې، نو دوه کانديدان ، چې تر ټولو ډېرې رايې يې ترلاسه کړې وي، د دوهم پړاو لپاره د ټولټاکنو په پروسه کې برخه اخلي. ولسمشر د ولسمشرۍ  د دوو دورو لپاره ځان کانديدولی شي.  
د ولسمشرۍ لپاره د افغانستان لومړۍ ټولټاکنې د اته  ميليونو تنو ، چې نږدې نيمايي يې  ښځې وې په ګډون د ١٣٨٣ لمريز کال د تلې په ١٨مه ، تر سره شوې او  حامد کرزى  د ٥٤ سلنه رايو په تر لاسه کولو سره  ولسمشر وټاکل شو.
کرزى د ١٣٨٨ کال د زمري په ٢٩مه، د ولسمشرۍ د دوهم پړاو په ټاکنو کې هم  په داسې حال کې د پنځو کلونو لپاره ولسمشر وټاکل شو، چې  په ټاکنو کې د درغليو په اړه ډېر شکايتونه موجود و.
 مرکزي دولت، په کليوالو سيمو کې لږ  اغېز لري، ځکه چې اسلامي او دوديز ضوابط، د قومي او توکميزو فعاليتونو په ګډون په شخصي کړنو او د شخړو په حل کې مهمه ونډه لري. افغاني ټولنه د قومي او اسلامي دودونو په درلودلو سره په پراخه توګه د خپلوۍ پر بنسټ ولاړه ده، سره له دې چې په ښاري سيمو کې دا کچه يو څه ټيټه ده.
ب : ملي شورا ( پارلمان )
په افغانستان کې د ملي شورا لپاره لومړنى کوښښ د امان الله خان په وخت کې پيل شو. په دې دوره کې د دولت لومړنى قانون   دولت اساسي نظامنامه په افغانستان کې) د لويې جرګې لخوا تصويب   او په  دې قانون کې د دولت د شورا په نامه وړاندوينه شوې وه.
د نادرخان د واکمنۍ پر مهال ملي شورا د (١٣٠٤لمريز) کال په وږي کې جوړه شوه ، خو مشر يې ( د وردګو استازى عبدالاحد مايار ) نادرخان په خپله وټاکه.
وروسته له هغه ، چې نادرخان د يو زده کوونکي لخوا په  ۱۳۱۶ هـ ش کال کې د تومانچې په ډزو ووژل شو، د هغه  ١٩کلن زوى محمدظاهر د افغانستان د شاه په توګه  وټاکل شو ، خو عملا د چارو  واګي د صدراعظم محمدهاشم خان سره وې .
د هاشم خان د صدارت په دوره کې (١٣١٢- ١٣٢٥شمسي) د پارلمان دويمې، درېيمې، څلورمې، پېنځمې او شپږمې دورې خپل کار ته دوام ورکړ.
ځينې مورخين ليکي ، چې د شاه محمود د صدارت په دوره کې د پارلمان اووم دور  ( د ١٣٢٨- ١٣٣١ کال پورې ) په ټاکنو کې حکومت هېڅ ډول مداخله ونه کړه او ډېرو خلکو په کې ونډه لرله.
د مخکې پارلمانونو پر خلاف په دې دوره کې د دولت په کارو انتقاد کېده او جدي بحثونه په کې کېدل ، خو تر دې وروسته  د ډيموکراسۍ تر لسيزې  (١٣٤٢- ١٣٥٢)   ملي شوراګانې تر ډېره د حکومت تر اغېز لاندې وې.
د ډيموکراسۍ په لسيزه کې د ٢١٦ غړيو لرونکې ملي شورا د اوس په څېر دوه مجلسونه ( ولسي جرګه او مشرانو جرګه ) لرل.
مورخين ليکي، چې دغې ملي شورا د پخوانيو شوراګانو په پرتله د قانون د وضع کولو او تصميمونو د نيولو ډېر توان  درلود.
خو په ١٣٥٢ کال کې  د داوود خان په جمهوري نظام کې پارلمان لغوه شو او په هېواد کې تر هغه پارلمان نه  و ، چې  ډاکتر نجيب الله په  ١٣٦٧ کال کې د ملی روغې جوړې تر اعلان وروسته رامنځته کړ.   
ځينې مورخين ليکي ، چې د نجيب د وخت پارلمان  د حزب او حزبي حکومت تر نظارت لاندې  کار کاوه او په عمل کې يې خپلواکي نه درلوده.
د برهان الدين رباني او  طالبانو د واکمنيو پر مهال په هېواد کې ملي شورا نه وه ، خو د طالبانو د رژيم له ړنګېدو وروسته د نوي اساسي قانون پر بنسټ د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکيو د لومړۍ دورې  ټولټاکنې د  

saving score / loading statistics ...